کوبې برانیت د چورلکې د سقوط په پيښه کې ژوند د لاسه ورکړ

د نړۍ مشهور  د باسکتبال لوبغاړي  کوبي براینت  د چورلکې د سقوط  په پيښه کې  ژوند د لاسه ورکړ.

کوبې برانیت  د چورلکې د سقوط په پيښه کې ژوند د لاسه ورکړ

 

د ویلو ده چې  د کوبي براینت سره  پدې پیښه کې  د هغه ۱۳ کلنې  لور ګیانا  او ۸ تنو نورو هم  ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د امریکا  د لاس انجلس  ایالت  د پولیسو  مشر  د خپل ټویټر پاڼې له لارې  د کوبي براینت  د مړینې  خبر ورکړ.

هغه  په خپور کړي پیغام کې  وویل چې  د امریکا د باسکتبال د لیګ  د نامتو  او افسانوي لوبغاړو نه  ۴۱ کلن کوبي براینت   د چورلکې د سقوط  په پيښه کې  ژوند  د لاسه ورکړ.

هغه ویلي دي چې د کوبي براینت  چورلکه  د کالیفورونیا  ایالت کالاباساس  په ښار کې  لویدلې ده .

 

د ویلو ده چې  د کوبي براینت سره  پدې پیښه کې د وژل شوو  ۷ تنو نورو هویتونه  ندي په ډاګه شوي .

همداشان  د چورلکې  د سقوط  لامل په اړه هم  تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.

د امریکا  د فدرال هوانوردۍ  ادارې ویاند  الن  کینت زیر  ویلي دي چې  د کوبي براینت د چورلکې د سقوط لامل  تر اوسه پورې معلوم  ندی.

کوبي براینت  څو ځله  نړۍواله اتلولي  ترلاسه کړې وه. هغه  د امریکا د باسکتبال لیګ ان بي ای  کې  د تیرو ۲۰ کلونو راهیسې  د لاس انجلس  لاکیرز د لوبډلې سره  لوبه کوله چې  یادې لوبډلې ته  يي  بې شمیره  بریالیتوبونه  او اتلولۍ ورپه برخه کړې وې.

د امریکا  ولسمشر ډونلډ  ټرمپ  هم  د کوبي براینت  د وژل کیدو له امله  د خواشینۍ پیغام کې خپور کړی دی.



اړوند خبرونه