ګاردین ورځپاڼې د داعش نوي مشر نوم افشا کړ

د انګلستان  د ګاردین  ورځپاڼې  د داعش ترهګرې ډلې  د نوي  مشر  نوم  افشا کړ. ګاردین ورځپاڼې  د دوو جلا جلا استخباراتي  سرچینو  له قوله په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې د داعش ترهګرې ډلې نوی  مشر  عبدالرحمان  السلبي  دی.

1345247
ګاردین ورځپاڼې   د داعش نوي مشر نوم  افشا کړ

 

ګاردین ویلي دي چې  د داعش  نوی  مشر  د  عراق   د تلعفر  ښار  اوسیدونکی  دی.

د ویلو ده چې  د ۲۰۱۹ میلادي کال  د اکتوبر په میاشت کې  د امریکا  متحده ایالتونو لخوا  د داعش ترهګرې ډلې  مشر ابوبکر البغدادي  په ځانګړو عملیاتو کې  د وژلو نه وروسته  داعش  لنډه موده وروسته خپل  نوی  مشر  اعلان کړ.

داعش ترهګرې ډلې ته نږدې سرچینو وویل چې ابو ابراهیم القریشي  د داعش  د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی خو  ګاردین  بیا  ویلي دي چې  د داعش  د ډلې د نوي مشر  اصلي نوم  ابو ابراهیم  القریشي  ندی  او داعش  د خپل نوي مشر  هویت  پټ ساتلی دی.

داعش ترهګره ډله د ابراهیم القریشي د نوم نه یواځې  په جګړه کې  کار اخلي.

ګاردین  د انګلستان د استخباراتو  له قوله لیکلي دي چې  د داعش  نوی  مشر السلبي  د یادې شوې  ډلې  د بڼسټګرو نه  دی. هغه په عراق او سوریه کې   د یزیدیانو پر خلاف د ترسره شوو  عام وژنو  او ظلمونو  مسئول وو  او د نړۍ په کچه  د داعش ترهګرې ډلې  عملیات دده لخوا سوق او اداره کیږي.

انګلستان استخباراتو ویلي دي چې السلبي  په ۲۰۰۴ کال کې  په عراق کې د امریکايي ځواکونو لخوا د نیول کیدو نه وروسته  د بوقه کمپ  کې  زنداني وو چې هلته د البغدادي سره  يي معرفت پیدا کړی وو.

ویل کیږي  نوموړی  د عراق د موصل پوهنتون د شریعاتو او حقوقو په برخه کې  لوړې زده کړې کړي دي  او د اسلامي علومو په اړه  د کافي معلوماتو له امله  په ډیرۍ چټکۍ سره  رشت  وکړ.  



اړوند خبرونه