د روسیې نوې کابینه اعلان شوه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لومړي وزیر میخایل میشوستین په مشرۍ نوې کابینه تایید کړه.
د ویلو ده چې د روسیې په نوې کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د دفاع وزیر سرګي شویګو، د انرژۍ وزیر الکساندر نواک او د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کوکولتوسف خپلې څوکۍ محافظه کړي خو د اقتصاد، عدلیې، سپورت او کولتور په څیر وزیران نوي شوي دي.
د روسیې د لومړي وزیر لومړي مرستیال او د مالیې وزیر انتون سیلوانوف په نوې کابینه کې هم د مالیې د وزیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي خو د ولسمشر پوتین د اقتصادي چارو سلاکار اندري بیلوسوف وټاکل شو.
په نوې کابینه کې د پیرم د ښار والي ماکسیم رشنتینکوف د اقتصادي پراختیا د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
په نوي کابینه کې د لومړي وزیر د مرستیالانو شمیره د ۱۰ نه ۹ ته راټیټه شوې ده .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوي لومړي وزیر او وزیرانو سره د کابینې غونډه ترسره کړه. نوې کابینې ته يي په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.