په روسیه کې په یو کور کې د اورلګیدنې په نتیجه کې فاجعه رامنځته شوه
په روسیه کې په یو کور کې د اورلګیدنې په پیښه کې لږ تر لږه ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
1344318
د روسیې د تومن په سیمه کې په یو کور کې اورلګیدنې په نتیجه کې ستره فاجعه رامنځته شوه.
د روسیې د تاس خبري اژانس د بیړنیو حالاتو او ناورین د وزارت د معلوماتو له مخې لیکلی دي چې د تومن په سیمه کې د پریچولمومسکي په کلي کې د ځنګل د کارګرانو د اوسیدو په کور کې د نامعلوم لامل له امله اورلګیدنه رامنځته شوې ده .
ویل کیږي اورلګیدنه د شپې په نیمايي برخه کې رامنځته شوې ده.
په پیښه کې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی چې د اوزبیکستان وګړي هم پکې شتون لري.
پولیسو ویلي دي چې د پيښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی خو په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.