د روسیې نوی لومړی وزیر وټاکل شو.
د روسیې نوي لومړي وزیر د پارلمان نه د باور رایه ترلاسه کړه
1342098
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیره ورځ لومړي وزیر دیمیتري مدویدوف په مشرۍ حکومت د استعفا کولو نه وروسته د هیواد مالیې د فدرال ریاست رئیس میخایل میشوستین د نوي حکومت د جوړولو په دنده وګماره.
ولسمشر پوتین میخایل میشوستین د باور د رای د اخیستو په خاطر پارلمان ته معرفي کړ.
د روسیې پارلمان نن د میخایل میشوستین ته د نوي حکومت د مشر په توګه د باور رای ورکړه.
نوی لومړی وزیر د ۴۱ ممتنع رایو په مقابل کې د ۳۸۳ موافقو رایو سره پارلمان نه د باور رای واخیسته او لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
نوموړی به هر څه ژر خپله نوې کابینه جوړه او ولسمشر پوتین ته به يي وړاندې کړي.