سویډن د ایران نه د غرامت غوښتنه کړې

سویډن  د ایران لخوا په تیروتنه کې  په ویشتل شوې  اوکرایني  الوتکه کې  د وژل شوو  خپل وګړو لپاره  د غرامت  غوښتنه وکړه.

سویډن د ایران نه د غرامت غوښتنه کړې

 

د سویډن  د بهرنیو چارو وزیر د خپل ټویټر پاڼې له لارې  ویلي دي چې  په ستوکخلم کې  د ایران  سفیر سید رسول مهاجر يي  د ایران لخوا د اوکراین د مساپر وړونکې الوتکې  د ویشتو  په مسئلې  د خبرو په خاطر  د بهرنیو چارو وزارت  ته رابللی وو.

هغه ویلي دي چې پدې لیدنه کې  ددې پيښې د څیړولو په خاطر  ایران ته د همکارۍ  وړاندیز وکړ.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي " د پيښې  د لا په چټکه  او شفافه توګه  د څیړولو او په عینې وخت کې  پدې پیښه کې زمونږ د قرباني  هیوادوالو  د کورنیو لپاره  که لږ هم  وي  د هغوې د غم  د سپکولو په خاطر  مو د ایران نه خپل مسئولیت د  پر ځای کولو  غوښتنه وکړه ."

د یادولو وړ ده چې  ایران  د جنوري په اتمه نيټه  د اوکراین  مساپر وړونکې الوتکه  په تیروتنه کې  په توغندي وویشتله  او رانسکوره يي کړه.

سره ددې چې  لومړی  ایران  د الوتکې د ویشتو نه انکار کولو خو د امریکا  د خبري رسنیو لخوا د پيښې د الوتکې د ویشتو د صحنې د فلم  د خپریدو او ولسمشر ټرمپ  څرګندونو نه وروسته  ایران مجبور شو چې  حقیقت  ووايي.

ایران  وروسته  اعتراف وکړ او وویل چې الوتکه  ددوې لخوا په تیروتنه کې ویشتل شوې ده.

پدې پیښه کې  ۱۷۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې ډیری  د ایران وګړي وو. پدې پيښه کې  د ایران سربیره  د کاناډا، افغانستان، جرمني، سویډن او انګلستان  وګړو هم  ژوند د لاسه ورکړی دی.

تیره ورځ  د ایران د قضايي قوې  رئیس وویل چې هیواد يي  ددې پيښې  قربانیانو کورنیو ته  د مادي او معنوي  غرامت  ورکولو ته تیار  دی.



اړوند خبرونه