د لیبیا کودتاچي جنرال د اوربند تړون د لاسلیکولو نه ډډه وکړه

د لیبیا کودتاچي جنرال  خلیفه حفتر  د ملي وفاق حکومت سره د اوربند د تړون  د امضا کولو نه پرته  د مسکو نه جلا شو.

د لیبیا کودتاچي جنرال د اوربند تړون د لاسلیکولو نه ډډه وکړه

 

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  په غوښتنه  په لیبیا کې  د اوربند  په خاطر  په پرونیو مذاکراتو کې  د یو  تړون خامه  جوړه شوه چې کودتاچي  جنرال خلیفه حفتر  قبول نکړ. کودتاچي  جنرال  حفتر  د اوربند د تړون د لاسلیکولو نه پرته  د مسکو نه جلا شو.

د ویلو ده چې  د لیبیا د ملي وفاق  حکومت لومړي وزیر فیاض السراج  پرون  په مسکو کې  د اوربند په اړه د تړون  خامه  لاسلیک  او منځګړو هیوادونو  استازو ته يي تسلیم کړه.  خلیفه  حفتر  د تړون د لاسلیکولو په خاطر تر سهاره  مهلت  غوښتنه کړې وه  خو  هغه  نن  د سهار په ۳ بجو د خپل  مل هئیت سره  یو ځای  د روسیې نه جلا او لیبیا ته ستون شو.

حفتر  لیبیا ته  د ستنیدو لامل  د طرابلس  په سویل کې  د دوو خواوو ترمنځه  نښتې  په ګوته کړې  او د بري  ادعا يي وکړه.

د بله پلوه  د حفتر  د هئیت  یو تن غړي  د منځني ختيځ  د یو تلویزیون سره  په مرکه کې ویلي دي چې  حفتر  د اوربند د تړون خامه  په ډیر دقت  ولوستله خو پدې تړون کې د هغه پر خلاف  ډیرو زیاتو مادو  شتون درلود چې د همدې امله يي د لاسلیکولو نه ورته ډډه وکړه.

خو حفتر  تر اوسه پورې دا ندي ویلي چې په راتلوونکې کې به  د سولې او اوربند مذاکراتو ته دوام ورکړي او که نه.

د ویلو ده چې  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ترکیې ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  د سفر پر مهال  دواړو  په لیبیا  کې د هر څه ژر   اوربند غوښتنه وکړه.

ددې سره سم  په لیبیا کې  د اوربند په خاطر  د ترکیې  د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ  یو هئیت پرون  مسکو ته  لاړ. همداشان  په لیبیا کې  د ملي وفاق حکومت لومړی وزیر سراج او مخالف مشر حفتر هم  مسکو ته راغی. تمه کیده چې د دواړو ترمنځه د اوربند  نهايي  تړون لاسلیک شي خو حفتر د اوربند د تړون نه د لاسیلکولو نه ډډه وکړه.



اړوند خبرونه