اسپر : ایران پر امریکايي هډو ۱۶ توغندیو بریدونه کړي

د امریکا  متحده ایالتونو  د دفاع وزیر  مارک اسپر  ویلي دي چې  ایران  د ۳ جلا جلا سیمو نه  په عراق کې  د امریکا په دوو  پوځي هډو  ۱۶ توغندیو  بریدونه کړي دي.

1337660
اسپر : ایران پر امریکايي هډو ۱۶ توغندیو بریدونه کړي

 

هغه ویلي دي چې ددې بریدونو په نتیجه کې  یوه ډیپو، د موټرو تم ځای، خیمو  او یوې پوځي  چورلکې  ته  زیان  اوښتی دی. په بریدونو کې هیچا ته ځاني زیان  ندی اوښتی.

اسپر د لوی درستیز مارک میلي سره په ګډه  دا څرګندونې د استازو د مجلس  او مشرانو جرګې د غړیو سره  د لیدنې نه وروسته   په خبري غونډه کې وکړې.

هغه  د  ایران لخوا په عراق کې پر د امریکا پر پوځي  هډو  د برید او راوښتیو زیانونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل " ایران د درې جلا جلا سیمو نه  په عراق کې  د امریکا  پر دوو پوځي هډو  ۱۶ د توغندیو  بریدونه کړي دي. البته چې دا بریدونه د لنډ واټنه توغندیو لخوا شوي دي. ددې توغندیو نه  ۱۱ يي  د الاسد په هډې  او یو يي هم  د اربیل  په هډې  لګیدلي دي. پدې بریدونو کې هیچا ته  ځاني زیان ندی اوښتی. نه امریکايي ځواکونو او نه هم  نورو ځواکونو ته.

اسپر ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د بریدونو نه مخکې امریکا  او عراق ته خبر ورکړ شوی وو ؟ داسې وویل ، دا بریدونه  چټ پټ  بریدونه نه وو. البته چې زمونږ  د خطر د تثبیت  پروګرام  له برکته مو  ددې بریدونو  ضایعات  تر وس او توانه پورې  کم  کړي دي. هر ډول تدابیر نیول شوي وو.

هغه د شیعه  ډلو  په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل "  سره ددې چې  شیعه ډلې  د ایران سره  قوي  اړیکي لري خو بیا هم  ددوې ترمنځه  باید  توپیر وشي. ټولو ته باید د ایران په سترګه ونه کتل شي.

په سیمه کې د بعضو  شیعه  ډلو نه چې په مستیقمه توګه د ایران نه هدایت  ترلاسه کوي او یا يي نه ترلاسه کوي  د سیمې نه زمونږ  د ویستو په اړه  د بعضو اقداماتو  د ترسره کولو  انتظار  لرو. خامخا  به هغوې  ځینې  ګامونه اوچت کړي.



اړوند خبرونه