د امریکا د دفاع وزیر مایک اسپر وویل چې د عراق نه د ځواکونو د ویستو پلان نلرو.

د امریکا د دفاع وزیر اسپر او لوی درستیز مارک میلي په پنټاګون کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

1335998
د امریکا د دفاع وزیر مایک اسپر وویل چې د عراق نه د ځواکونو د ویستو پلان نلرو.
Mark Milley.jpg

 

د امریکا د دفاع وزیر  دلته خبریالانو ته وویل چې  امریکا  سیمې ته  تازه دمو سرتیرو  په استولو پيل کړی دی. هغه  په ټولنیزه مډیا کې د خپرو شوو ادعاګانو په ځواب کې وویل چې  امریکا د عراق نه  د خپلو ځواکونو د ویستو په اړه  کوم پلان نلري. ددې هیواد نه د سرتیرو ویستل  د بحث وړ خبره نده او امکان نلري. مونږ ددې ادعاګانو او خپور شوي  لیک په اړه معلومات نلرو چې د چا لخوا خپور شوی دی. هغه وویل د نوموړي  لیک  د صحت په اړه څه ویلی نشم  خو دومره باید ووایم چې دا لیک  زمونږ  د سیاستونو او دریځ سره  تطابق  نکوي.

د ویلو ده چې  په ټولنیزه مډیا کې په خپور شوي  لیک کې  ادعا شوې ده چې  په عراق کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان  د عراق حکومت ته د لیک په استولو سره  ویلي دي چې د عراق د پارلمان  د فیصلې په مطابق  امریکا د نوموړي هیواد نه خپل ټول ځواکونه  وباسي.

د امریکا لوی درستیز مارک میلي وویل چې   د وزیر اسپر سره  په ګډه د سلیماني لخوا د پلان شوو  بریدونو په اړه  ترلاسه شوي  استخبارات  وڅیړل . مونږ  پدې استخباراتو پوره باور لرو. که چیرې  د سلیماني پر خلاف مو ګام  نوی  اوچت کړی  او پریکړه مو نوی کړی  دا به د امریکايي ځواکونو  پر وړانډې زمونږ بې تفاوتي  وی.



اړوند خبرونه