ټرمپ د سلیماني وژل کیدو نه وروسته لومړنۍ څرګندونې وکړې
د امریکا لخوا د ایران د سپاه پاسدارن د قدس ځواکونو د عمومي قومندان جنرال قاسم سلیماني د وژلو نه وروسته د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ لومړۍ ځل لپاره خپل نظر بیان کړ.
هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې د پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې ایران هیڅکله جګړه ګټلي نده خو مذاکرات يي هم بایللي ندي.
همداشان ټرمپ په یو بل ټویټ کې لیکلي دي چې جنرال قاسم سلیماني د اوږدې مودې په ترڅ کې په زرګونو امریکایان وژلي او يي ډیر سخت ټپیان کړي دي، او د ډیرو نورو د وژلو پلان يي جوړ کړی وو خو ونیول شو.
هغه په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د میلیونونو خلکو د مرګ مسئول وو په شمول د وروستي لوی شمیر.
پخپله په ایران کې د مظاهره کوونکو د وژلو. حال دادی چې ایران به هیڅکله هم پدې خبره اعتراف ونکړي. د سلیماني نه پخپله د هیواد په دننه هم خلکو نفرت او ویره درلوده. د ایران وګړي په هغه اندازه يي چې ددې هیواد مشران نړۍ ته انعکاس ورکوي خفه او خواشیني ندي. هغه باید کلونه کلونه مخکې له منځه وړل شوی وی.
ایران د امریکا لخوا د سلیماني د وژلو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او د امریکا نه ددې وژنې د ډیر سخت غچ اخیستو لوړه وکړه.
ایران ویلي دي چې د امریکا نه به د سلیماني د وژنې انتقام ډیر تریخ واخلي.
اړوند خبرونه

اوکراین په روانه جګړه کې د روسیې ځاني او مالي تلفات اعلان کړل
اوکراین اعلان وکړ چې په دونیڅک سیمه کې یې د روسیې د پوځ د بریدونو مخه نیولې ده.

د صربستان ولسمشر : "موږ د سولې، ثبات او خپل هیواد لپاره جګړه کوو.
د صربستان او کوسووا د مشرانو ترمنځه غونډه پرته د کومې نتیجې پایته ورسیده