په سوډان کې پوځي الوتکې سقوط وکړ

د سوډان  د لویدیځ  دارفورد په ایالت کې د پوځي  الوتکې  د سقوط  په پایله کې  ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1333899
په سوډان کې پوځي الوتکې سقوط وکړ

 

د سوډان د پوځ ویاند  امیر محمد ویلي دي چې  یوه انتونوف  ۱۲ ډوله  پوځي  باروړونکي  الوتکه  د الجنینه ښار د الجنینه  د هوايي ډګر نه د الوتنې نه ۵ دقیقې وروسته ولویده.

هغه ویلي دي چې پدې پیشه کې  ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. هغه ویلي دي چې پدې الوتکه کې  ۷ تنو د الوتکې پرسونل  او د ۴ تنو ماشومانو په ګډون ۱۱ تنو ملکي وګړو شتون درلود.

د بله پلوه  د سوډان د حکومت ویاند  فیصل محمد صالح  دولتي تلویزیون ته  ویلي دي چې  دا پوځي  الوتکه  د لویدیځ  دارفور ایالت  د الجنینه ښار  د الجنینه  د هوايي ډګر نه د الوتنې نه  ۵ دقیقې وروسته  سقوط شوې ده چې په نتیجه کې  ۱۸ تنو ژوند دلاسه ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې پدې الوتکه کې  کوم لوړپوړي حکومتي یا پوځي چارواکي شتون نه درلود.

د ویلو ده چې  د تیرو ۴ ورځو راهیسې  د الجنینه  په ښار کې  د ځايی خلکو ترمنځه  خپلمنځۍ  نښتې  پیل شوي دي چې په نتیجه کې  په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. حکومتي او پوځي چارواکي  د نوموړو پیښو  په څیړولو بوخت دي.



اړوند خبرونه