امریکا په عراق کې د میشتو خپلو وګړو نه هر څه ژر ددې هیواد نه د وتو غوښتنه وکړه
امریکا د عراق په پلازمینه بغداد کې د ایران د سپاه پاسدارن د قدس د څانګې د عمومي قومندان جنرال قاسم سلیماني د وژلو نه وروسته په عراق کې په خپلو وګړو هر څه ژر ددې هیواد نه د وتو غږ کړی دی.
1334026

په عراق کې د امریکا سفارت پدې هیواد کې د میشتو امریکايي وګړو نه غوښتنه کړې ده چې هر څه ژر د عراق نه ووځي.
د بله پلوه د عراق لومړي وزیر د امریکا لخوا په بغداد کې د ایران د مشهور قومندان سلیماني د وژلو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
هغه وویل چې د سلیماني وژنه په سیمه کې یو ډیر خطرناک اقدام دی چې کیدای شي چې د ډیر سخت ویجاړونکي جګړې پيلوونکی وي.
هغه د امریکا لخوا د عراق په خاوره کې د قاسم سلیماني او مهدي المهندسي وژل په عراق کې د امریکا د حضور او موجودیت اړوند د ټولو توافق نامو او تړونو سره په ټکر کې یو عمل وباله. هغه ویلي دي چې عراق ددې توافق نامه او تړونونو نه ښکاره تیری وکړ.