کیم : نړۍ به پدې نږدې راتلوونکې کې د پرمختللو ستراتیژیکو وسلو شاهدي وکړي
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون وویل چې نړۍ به په نږدې کې راتلوونکې کې د شمالي کوریا لخوا د جوړې شوې نوې ستراتیژیکې وسلو شاهدي وکړي.
د شمالي کوریا د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې کیم جونګ اون دا څرګندونې د د کوریا د کارګر ګوند د مرکزي کمیټې په غونډه کې وکړې.
کیم ویلي دي چې امریکا متحده ایالتونو سره په اړیکو کې د متقابل باور او اعتماد سازۍ په خاطر د اټومي وسلو او لویو وچو نه د تیریدونکو توغندیو پروګرامونه ځنډولي وو خو امریکا بیا د سویلي کوریا سره د کډو پوځي تطبیقاتو او پر شمالي کوریا د لا زیاتو تحریمونو لګولو سره ځواب راکړ.
هغه ویلي دي چې امریکا دوې ته فریب ورکوي او پداسې یو حالت کې د توغندیو د ازمایښت د چارو درول کومه معنا نلري.
هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې شمالي کوریا باید د ستراتیژیکو وسلو پروژې لا په قوي او اغیزمنه توګه پرمخ یوسي.
هغه وویل چې نړۍ به په نږدې راتلوونکې کې د شمالي کوریا لخوا جوړې شوي د لا قوي ستراتیژیکو وسلو شاهدي وکړي.
کیم جونګ اون د خپل هیواد د اټومي پروګرام طاقت او پرمختګ د امریکا د دریځ پورې تړلی وباله.
د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا د کیم جونګ اون ددې څرګندونو نه وروسته د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي دي چې د کیم جونګ اون سره ډیرې ښې اړیکي لري.
هغه وویل چې د اټومي وسلو د له منځه وړو په خاطر مو تړون لاسلیک کړی دی. دا تړون په سینګاپور کې لاسلیک شو. زه پوره باور لرم چې کیم په کړې ژمنه عمل کوي.