امریکا په عراق کې د ایران پلوي ځواکونو پر مرکز بریدونه کړي
امریکا په عراق کې د ایران پلوي د کتائب حزب الله د ډلې جنګیالي وژلي
امریکا متحده ایالتونو د عراق د کرکوک په ښار کې ددوې پر هډې د برید نه وروسته په نوموړي هیواد او سوریه کې د ایران پلوي د کتائب حزب الله د ډلې د ځواکونو په پنځو هدفونو برید وکړ چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په عراق او سوریه کې د ایران د پلوي ځواکونو پر مرکزونو د برید ونو په اړه وویل چې " دا بریدونه په عراق کې د ایران پلوي ځواکونو لخوا د امریکا پر هډې د برید نه وروسته ایران ته تر ټولو غوڅ ځواب دی."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په فلوریدا ایالت کې په عراق کې د روانو پرمختګونو په مسئلې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره خبرې وکړې. هغه وروسته د دفاع وزیر مارک اسپر او لوی درستیز مارک میلي په ملګرتیا په خبري غونډه کې ګډون وکړ.
هغه دلته د ایران پلوي ځواکونو کتائب حزب الله د ډلې لخوا د عراق په کرکوک ښار کې د ائتلافي ځواکونو په هډې د برید او وروسته د امریکايي ځواکونو لخوا د یادې شوې ډلې پر مرکزونو د بریدونو په اړه خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل " د امریکا لخوا په عراق کې اوچت شوی ګام یعنې د ایران پلوي حزب الله د ډلې پر مرکزونو بریدونه د ایران لخوا د امریکايي ځواکونو ژوند د خطر سره د مخامخیدونکې هر ډول اقدام په مقابل کې ایران ته ورکړ شوی تر ټولو ښه او غوڅ ځواب دی. دا اقدام زمونږ د غوڅ دریځ ښکارندويي کوي."
هغه وویل چې دیته د ورته بریدونو د تکراریدو په صورت کې به امریکا د پوځي ځواب ورکولو په مسئله کې یوه شیبه هم تردد ونکړي. امریکا به په سیمه کې د خپلو منافعو نه د دفاع په خاطر ځینې مهم ګامونه اوچت کړي.
د بله پلوه د امریکا د دفاع وزیر بیا وویل چې پدې بریدونو کې د ایران پلوي کتائب حزب الله د ډلې اړوند پنځه هدفونه يي له منځه وړي دي.
هغه وویل چې د ایران پلوي دا ډول بد نیته سازمانونو پر خلاف د ځان نه د دفاع په خاطر د اوچتوونکو ګامونو په اړه مو د ولسمشر ټرمپ سره په هر اړخیزه توګه خبرې وکړې.
د یادولو وړ ده چې ځینو خبري رسنیو د امریکا لخوا د کتائب حزب الله د ډلې پر مرکزونو په بریدونو کې د لسګونو تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی. ویل کیږي پدې کسانو کې ګن شمیر ایرانیان هم شتون لري.