په البانیا کې د زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې شمیره مخ په لوړیدو ده

په البانیا کې  د رامنځته شوې زلزلې له امله د مرګ ژوبلې شمیره  د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په لوړیدو  ده.

په البانیا کې د زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې شمیره مخ  په لوړیدو ده

 

سیمه ایزو  چارواکیو ویلي دي چې  ددې زلزلې په نتیجه کې  د مړو شمیره  ۳۹ تنو ته  لوړه شوې ده .

د ویلو ده چې  د تیرې سې شنبې  په ۳ بجو او ۵۵ دقیقو د البانیا د پلازمینې  تیرانا په ګډون یو زیات شمیر ښارونه  زورورې  زلزلې ولړزو.

د  البانیا چارواکیو  ددې زلزلې شدت  ۶ عشاریه ۱ ښودلی  دی. د البانیا  د دفاع وزارت ویلي دي چې  د مړو شمیره  ۳۹ تنو ته لوړه شوې ده .

ویل کیږي تر اوسه پورې  ۶۵۸ تنو  ټپيان  ژغورل شوي دي چې  د ۸ تنو روغتیايي حالت يي ښه  ندی.

د بله پلوه  ترکیې هم  البانیا ته د ژغورنې ډلې  استولي دي. د البانیا  د وزیرانو  شورا  په پلازمینه  تیرانا  او دیراچ  په ښارونو کې  د ۳۰ ورځو لپاره  د ناورین  د فوق العاده حالت اعلان کړی دی.

د البانیا د مځکپیژندنې، انرژۍ ، اوبو او چاپیریال  انیستیتیوت اعلان کړی دی چې  پرون  پدې هیواد کې یو ځل بیا د ریښتر په کچه د ۵ عشاریه ۶ په لویوالي سره  یوه بله زلزله رامنځته شوه.

یاد شوي انیستیتیوت  ویلي دي چې  د نوامبر د ۲۶ مې  د زلزلې نه وروسته  ۵۲۴ ټکانونه  نور هم  رامنځته شوي دي .

همداشان پرون په یونان  او کروشیا کې هم  د زلزلو رامنځته کیدو نه  خبر ورکړ شوی وو. 

 


پيوندونه: زلزله , البانیا

اړوند خبرونه