د لویدیځې افریقا هیواد بنین جمهوریت هیواد نه د اروپايي ټولنې د سفیر د شړولو پریکړه وکړه

د لویدیځې افریقا  هیواد بنین  جمهوریت ددې هیواد لپاره  د اروپايي ټولنې  سفیر  ددې په کورنیو چارو کې د ډیرې زیاتې مداخلې  له امله  د نامطلوب  کس په توګه اعلان کړ.

د لویدیځې افریقا  هیواد بنین جمهوریت هیواد نه د اروپايي ټولنې د سفیر د شړولو پریکړه وکړه

 

نوموړي هیواد  د اروپايي ټولنې سفیر  اولیور نیټ ته  ددې هیواد نه د وتو په خاطر  د دسمبر تر لومړۍ نيټه  مهلت  ټاکلی دی.

د بنین جمهوریت حکومت په هیواد کې د اروپايي ټولنې  سفیر  نیټ  د حد نه ډیر ددوې په کورنیو چارو کې پر مداخلې  او د خپلې وظیفې نه  بهر  په هره مسئله کې پر لاسوهنې او مداخلې تورن کړی دی.

د بنین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  د اروپايي ټولنې سفیر ته په کراتو  ددوې په کورنیو چارو کې د مداخلې نه کولو په خاطر  خبرداری ورکړی دی خو  هغه  ددې مداخلې نه لاس ندی اخیستی.

د بله پلوه اروپايي ټولنې  د بنین  حکومت سره  ددوې د سفیر د شړولو  د پریکړې نه د لاس په سر کولو په خاطر  په کراتو  لیدنه کړې خو  حکومت  د خپلې پریکړې نه په شا ګام نه اوچتوي.

د لویدیځې افریقا د اقتصاد او پولي ټولنې  غړي هیواد بنین  ولسمشر پاتریکو تالون  دوه اونۍ  مخکې ویلي وو چې  غواړي  د مستعمرې  د پولي واحد نه  جلا  او د ایکو پولي واحد ته تیر شي.

هغه ویلي  وو  چې په پام کې لري  د فرانسې په مرکزي بانک کې ساتل شوي  ددوې مالي ذخیرې  هیواد ته  راستنې کړي.



اړوند خبرونه