په یونان کې زلزله وشوه

په یونان کې زوروره  زلزله رامنځته شوه.

په یونان کې زلزله وشوه

 

د یونان  د مور نیمه ټاپو وزمې په سویل کې  د  ریښتر په کچه  ۶ عشاریه ۱ په لویوالي سره  زوروره زلزله رامنځته شوه.

د اتن د مځکپیژندنې انیستیتیوت  ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې زلزله  په ځايي وخت د سهار په ۹ بجو او ۲۳ دقیقو  د مورا نیمه ټاپو وزمې سویل برخه کې کیتیرا او ګیریت  د ټاپوګانو ترمنځه  د سمندر په تل کې په شل کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .

سیمه ایزو رسنیو د زلزلې  شدت  د ریښتر په کچه ۶ عشاریه ۱ ښودلی دی  او ویلي دي چې دې زلزلې  د پلازمینې اتن نه نیولې تر ګیریت ټاپو کې پورې  ۲۵۸ میلومتره سیمه  لړزولې ده .

په زلزله کې د ځاني او مالی زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.

د ویلو ده چې  پرون  په البانیا کې هم  زوروره  زلزله رامنځته شوه چې په نتیجه کې ۲۱ تنه مړه او ۶۰۰ تنه نور ټپیان شول.

د یونان  چارواکیو ویلي دي چې  دا زلزله د البانیا د زلزلې سره کوم تړاو نلري.


پيوندونه: زلزله , یونان

اړوند خبرونه