مرکل : د ناټو په سازمان کې د ترکیې موجودیت یو شرط دی

د جرمني  لومړۍ وزیرې  انګیلا مرکل وویل چې ترکیه باید  چې  د ناټو سازمان د غړي په توګه پاتې شي.

مرکل : د ناټو په سازمان کې د ترکیې موجودیت یو شرط  دی

 

د جرمني لومړۍ وزیرې  دا څرګندونې  د نوموړي هیواد  په فدرال مجلس کې  عمومي غونډې ته وکړې. هغه د ناټو سازمان د ۷۰ یمې کلیزې له امله ددې سازمان  په اهمیت بحث وکړ.

مرکل وویل چې ترکیه د ناټو سازمان لپاره د جیوستراتیژیک اهمیت نه برښمند  یو هیواد دی. " د ناټو په سازمان کې د ترکیې موجودیت شرط  دی. دې مسئلې لپاره باید لا  زیاته هڅه وکړو."

هغې زیاته کړه چې اروپا د ترهګرۍ په مسئله کې په مخکې یو زیات شمیر ستونزې لري.

"  اوس  په یو داسې  دوره کې قرار لرو که چیرې  زمونږ  شاوخوا ته  اور لګیدنه رامنځته شي  امریکا مسئولیت په غاړه اخیستو ته تیار  ندی. په نړۍوال سیستم کې جدي تغیرات  رامنځته شوي دي. په یو داسې  سیستم کې قرار لرو چې چین کې تر هر چا  ډیر زیات فعاله  او رغنده  رول لري. "

هغې وویل چې  د ناټو سازمان  نه دفاع کول  زمونږ  په ګټه  دي.

پدې ټول ښه پوهیږي چې  اروپا په فعلي شرایطو کې په یواځې ځان د ځان نه دفاع کولو توان نلري. د همدې امله  د ناټو  سازمان ته  تر هر وخت  ډیره اړتیا لرو.

د همدې امله باید د ناټو سازمان نه لا زیاته دفاع وکړو او ددې سازمان  د قوت  او طاقت  په خاطر  باید لا زیات مسئولیت په غاړه واخلو.

مرکل  د فرانسې  سره  په ګډه پیل کړې د وسلو پروژې د پرمختګ غوښتنه وکړه.

هغې  په سوریه کې روانې کورنۍ جګړې ته په اشارې سره وویل چې دا جګړه په نیابتي  جګړې بدله شوې ده. په سوریه کې د نوموړې ستونزې د حل یواځنۍ لار سیاسي حل لاره ده.

مرکل  په سوریه کې د اساسي قانون د جوړولو په خاطر د کمیټې  تاسیس  یو مهم  او مثبت ګام وباله او وویل  هیواد جرمني به د سوریې د مسئلې سره  لا زیاته مرسته وکړي.

هغې وویل چې دا خبره د ترکیې او روسیې سره د مذاکراتو نه پرته ناشوني ده.

هغې د ولسمشر اردوغان ، فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون او روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون د څلور اړخیزې غونډې نه یادونه وکړه او وویل چې  یواځې د سوریې د مسئلې په اړه نه بلکې د لیبیا د ستونزې د حل په خاطر هم  باید هڅه وکړو.

په لیبیا کې باید  د سوریې په څیر د نیابتي جګړو مخنیوی وشي.



اړوند خبرونه