په مالي کې د فرانسوي ځواکونه دوه چورلکې په هوا کې سره وجنګیدې
په مالي کې د فرانسوي ځواکونو ددوو چورلکو په هوا کې د جنګیدو په نتیجه کې ۱۳ تنه فرانسوي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
ویل کیږي دا پیښه د پرون هله رامنځته شوه چې فرانسوي ځواکونه د جهادي وسلو پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د عملیاتو پر مهال په نښته کې ښکیل ول.
د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر نن سې شنبه د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې پرون په مالي کې ددوې د دوو چورلکو د جنګیدو په پیښه کې ۱۳ تنو سرتیرو ژوند دلاسه ورکړ. ویل کیږي دا پيښه هله رامنځته شوه چې فرانسوي ځواکونه د جهادي وسله والو ډلو پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د عملیاتو پر مهال په نښته کې بوخت ول.
په بیان کې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ددې پيښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده او په مالي کې د میشتو فرانسوي سرتیرو زړورتیا ستایلې ده. هغه پدې پيښه کې د وژل شوو سرتیرو کورنیو سره غمرازي ښودلې او تسلیت مراتب يي وړاندې کړي دي.
د ویلو ده چې دا په مالي کې د فرانسوي ځواکونو لخوا د پوځي ماموریت د پیلولو راهیسې تر ټولو خونړۍ پيښه ده چې په پایله کې ۶ تنو افسرانو یو تن کارپوه په ګډون ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.