ترکیې ډیپورت کړی ډنمارکي داعشي جنګیالی په کوپنهاګ کې د پولیسو لخوا ونیول شو.
ترکیې د داعشي جنیګالیو د ډیپورتولو لړۍ پرون رسمآ پیل کړه.
1304585
ترکیې نیولی ډنمارکي داعشي جنګیالی خپل هیواد ته د ډیپورتولو نه وروسته نوموړی د کوپنهاګ په هوايي ډګر کې د پولیسو لخوا ونیول شو.
ترکیې نوموړی داعشي جنګیالی د ترکش ایرلاین په الوتکه کې خپل هیواد ته ډیپورت کړ.
نوموړی داعشي جنګیالی په کوپنهاګ هوايي دګر کې د پولیسو لخوا ونیول شو.
د کوپنهاګ پولیسو ویلي دي چې نوموړی ۲۸ کلن ډنمارکي د ۲۰۱۷ کال راهیسې په ترکیه کې وو او تمه کیده چې هر څه ژر ډنمارک ته راولیږل شي. نوموړی به نن په محکمه کې د قاضي حضور ته حاضر کړی شي.
د ویلو ده چې ترکیې د نیولو ټولو بهرنیو داعشي جنګیالیو خپلو خپلو هیوادونو ته د ډیپورتولو پریکړه وکړه.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي دي چې ترکیه د داعشي جنګیالیو هوټل ندی. هر څه ژر به دا ټول داعشیان خپلو خپلو هیوادونو ته ډیپورت کړو.