یونان په زرګونو تنه کډوال د ټاپو ګانو نه په ښارونو کې کمپونو ته انتقالوي

په یونان کې د کډوالو د نوي قانون  له مخې  د ټاپو ګانو نه  ښارونو ته د کډوالو د انتقال بهیر دوام لري.

یونان په زرګونو تنه کډوال د ټاپو ګانو نه په ښارونو کې کمپونو ته انتقالوي

 

یونان د میدیلي ټاپو نه  ۱۳۳ تنه او د ساکز ټاپو نه  ۳۵ تنه  جمعآ ۱۶۸ تنه کډوال د یوې مساپر وړونکي  کښتۍ په واسطه  بندر ته  انتقال کړل.

ډیر افغان او سوري نوموړي کدوال  د بندر نه  د بسونو په واسطه  د کډوالو کمپونو ته انتقال شول.

ویل کیږي پدې تیرو ۴ میاشتو کې  یونان ته  تر ۴۰ زرو تنو ډیر ناقانونه کډوال  تللي دي.

د یونان حکومت  په ټاپو ګانو کې  د کډوالو د ډیرې زیاتې ګڼې ګوڼې د کمولو په خاطر  په پام  کې  لري  چې د روان کال د نوامبر د میاشتې تر پایه پورې  ۴ زره تنه کډوال  په ښارونو کې د کډوالو کمپونو ته انتقال  او په ۲۰۲۰ کال کې  ۱۰ زره تنه کډوال  بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه کړي.

د بله پلوه  د هغه سیمو  خلک  چې کډوالو  کمپونه پکې شتون لري  کمپونو ته د کډوالو د انتقال  د مخنیوي په خاطر  په مظاهرو لاس پورې کړی  او ځینې مظاهره کوونکو حتا به لویه لاره کې د کډوالو بسونو د تګ مخه نیولې ده .

د یونان د خبري رسنیو د خبر له مخې  تیره شپه  د نوموړي لاریسا د ښار د کاریچا د سیمې اوسیدونکو  د مظاهرې په کولو سره کمپونو ته  د کدوالو د انتقال مخه ونیوله.

نوموړو بسونو ته  د کمپونو پر لورې د تګ مخنیوی وکړ. لویې لارې  تړلې وې.


پيوندونه: کمپونه , کدوال , یونان

اړوند خبرونه