پيسکوف : د البغدادي د وژل کیدو اړوند رسمي تصدیق شوی سند په لاس کې نلرو

روسیې د البغدادي د وژل کیدو په اړه شک ښودلی دی

1296942
پيسکوف : د البغدادي د وژل کیدو اړوند رسمي تصدیق شوی  سند په لاس کې نلرو

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند  دیمیتري پیسکوف وویل چې د سوریې په شمال کې د ادلب په ښار کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي  وژل کیدو د تصدیق اړوند په لاس کې  رسمي   کوم سند نلرو.

پیسکوف په پلازمینه  مسکو کې  خبري غونډې ته  په سوریه کې د امریکايي ځواکونو لخوا  د داعش ترهګرې ډلې د مشر البغدادي د وژل کیدو د مسئلې په اړه ارزونې وکړې.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیې  په سوریه کې د البغدادي د وژل کیدو د تصدیق اړوند  کوم  سند  ترلاسه کړی دی او که نه؟ داسې وویل، تر اوسه پورې  پدې اړه هیڅډول  سند په لاس کې نلرو او د امریکا لخوا هم  ندی رالیږل شوی.

د ویلو ده  چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تیرې یکشنبې پر ورځ  د داعش ترهګرې ډلې د بڼسټګر او مشر د وژنې په اړه رسمي څرګندونې وکړې.

هغه وویل چې  البغدادي  د امریکايي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې ووژل شو.

هغه زیاته کړه چې  البغدادي  د یو تونل له لارې د تیښتې هڅه وکړه چې د امریکايي ځواکونو لخوا تعقیب شو. هغه وروسته  د ځان پورې تړلي  چاویدونکي توکي وچول  او ځان يي  وواژه. ویل کیږي  پدې چاودنه کې د هغه سره  د هغه درې بچي هم وژل شوي.



اړوند خبرونه