یو تن روسي سرتیري خپل ۸ تنه ملګري مړه او دوه تنه نور ټپیان کړل
روسي سرتیري په خپلو ملګرو خونړی وسله وال برید وکړ
په روسیه کې یو تن سرتیري خپل ۸ تنه ملګري مړه او ۲ تنه نور ټپيان کړل.
دا خبره د روسیې د دفاع وزارت کړې ده .
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې پرون د جمعې د ورځې په ناوخته ساعتونو کې د چیتینسکي په سیمه کې په یوې پوځي هډه کې یو تن سرتیري خپل ۸ تنه ملګري مړه او ۲ تنه نور ټپیان کړل.
برید کوونکی نیول شوی دی.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې برید کوونکي تیره شپه د ۶ بجو او ۲۰ دقیقو پر مهال په یوې پوځي هډه کې د پیرې د بدلون پر مهال په خپلو ملګرو ډزې وکړې.
په برید کې ۸ تنه پوځيان د دوو تنو افسرانو او ۶ سرتیرو په ګډون ژوند د لاسه ورکړی او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
دفاع وزارت ویلي دي چې د پیښې د څیړولو په موخه یو پوځي هیئت سیمې ته استول شوی دی.
د برید لامل ناڅرګند دی. ځینو روسي رسنیو ویلي دي ګمان کیږي چې برید کوونکی روحي تکلیف ولري.