د لویدیځې نړۍ لخوا د ترکیې پر خلاف ناسم تبلیغات دوام لري
ټرمپ د ترکیې د عملیاتو په اړه د یو امریکايي تلویزیون درواغ او جعل کاري افشا کړل
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دوڼلډ ټرمپ د امریکا د ای بي سي ( ABC) تلویزیوني کانال لخوا د وسلو د معرفي کولو پر مهال ثبت شوې یوه ویدیو کې په سوریه کې د ترکیې لخوا د روانو پوځي عملیاتو په نامه د خپرولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. ټرمپ د نوموړي تلویزیون ددې اقدام نه د لویې رسوايي په توګه یادونه وکړه.
د ترکیې لخوا په خپلو سویلي پولو کې جوړیدونکي د ترهګرو د دهلیز د لمنځه وړو او په سیمه کې د سولې او ثبات د راوستو په موخه په سوریه کې پیل شوي د سولې د چینې د پوځي عملیاتو په اړه د لویدیځې نړۍ لخوا ډیر جدي خصمانه تبلیغات دوام لري. پدې چوکاټ کې د امریکا د د ای بي سي ( ABC) تلویزیوني کانال لخوا د وسلو د معرفي کولو پر مهال ثبت شوې یوه ویدیو په سوریه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د روانو عملیاتو په نامه چې ګواکې د عملیاتو پر مهال ثبت شوې ده د خپرولو سره د امریکا د ولسمشر ټرمپ سخت غبرګون وپارو.
ټرمپ د خپل ټویټر پاڼې له لارې د د ای بي سي ( ABC) تلویزیوني کال ددې ناوړه اقدام په غبرګون کې وویل « د ای بي سي نیوز ستره رسوايي. نوموړي په سوریه کې د ترکیې د ځواکونو لخوا د روانو عملیاتو په اړه د جعلي ویدیو د خپرولو سره ونیول شول. دا ستر رذالت دی. »
د ویلو ده چې د امریکا د ملي تلویزیونونو نه د ای بي سي ( ABC) تلویزیون په ۲۰۱۷ کال کې په امریکا کې د وسلو د معرفي کولو پر مهال ثبت شوې یوه ویدیو د منتاژولو نه وروسته په سوریه کې د ترکي ځواکونو لخوا د روانو بمباریو پر مهال د ثبت شوې په نامه خپره کړه.
د نوموړي تلویزیون لخوا د جعلي ویدیو د خپرولو د مسئلې په به ډاګه کیدو نه وروسته د بښنې په غوښتو سره ویلي دي چې ویدیو يي د نشراتو نه ویستې ده.