په سوریه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې
پمپیو :ترکیه مشروع امنیتي اندیښنې لري
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ترکیې لخوا په سویلي پولو پورې غاړې ته جوړیدونکې د ترهګرو د دهلیز او په سیمه کې د سولې او ثبات په خاطر پیل کړو پوځي عملیاتو په اړه وویل « ترکیه مشروع امنیتي اندیښنې لري. د ترکیې سویلي پولو کې د ترهګرو تهدید موجود دی . »
پمپیو دا څرګندونې د امریکا د پي بي اس تلویزیون سره په مرکه کې کړي دي. هغه د سوریې په شمال کې د ترکیې لخوا د پيل شوو پوځي عملیاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « ترکیه مشروع امنیتي اندیښنې لري. په سویلي پولو کې د ترهګرو تهدید موجود دی. مونږ د امریکا د موخو په رڼا کې په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې پر مهال ، د ترهګرو لخوا په ترکیه کې پر بې ګناه انسانانو د خونړیو بریدونو د ترسره کولو د مخنیوي په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کړې ده. او دې هڅې ته به دوام وکړو.»
هغه وویل چې امریکا د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په مبارزه کې او د سوریې د خاورې نه د تصفیه کولو په برخه کې ډیره هراړخیزه مبارزه کړې ده او خپل هدف ته هم رسیدلی دی. امریکا به د داعش پر خلاف مبارزې ته دوام ورکړي.