ټرمپ : دا خبره باید هیره نکړو چې ترکیه د ناټو ډیر مهم غړی هیواد دی

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې  ترکیه د ناټو د سازمان  یو ډير مهم  غړی  دی.

ټرمپ : دا خبره باید هیره نکړو چې ترکیه د ناټو ډیر مهم غړی هیواد دی

 

ټرمپ  دا څرګندونې د خپل ټویټر پاڼې له لارې کړي دي.

ټرمپ د خپل ټویټر حساب له لارې کړو څرګندونو کې ویلي دي چې  « یو زیات شمیر کسان دا خبره هیروي  چې  ترکیه د امریکا  د سترو تجاري شریکانو نه  یو  دی. ترکیه د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو فولادي  باډۍ جوړوي. په عینې وخت کې د سوریې  د ادلب په سیمه کې  د یو زیات شمیر کسانو د ژوند په ژغورلو کې زما سره مرسته کړې. همداشان  ترکیې  په نوموړي هیواد کې د زنداني راهب برنسون په خوشې کولو کې هم  ډیر مرسته وکړه. تر ټولو مهم  ترکیه د ناټو د سازمان  تر ټولو قوي  او مهم  غړی  دی. دا باید هیڅوک  هیر نکړي.»

هغه وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته  امریکا ته بلنه ورکړې او د نوامبر په ۱۳ مه نيټه به امریکا ته راشي.


پيوندونه: ناټو , ترکیه , ټرمپ

اړوند خبرونه