په جرمني‌ کې د امریکا جنګي‌ الوتکې سقوط‌ وکړ

د امریکا جنګي‌ الوتکې سقوط‌ وکړ

1284243
په جرمني‌ کې د امریکا جنګي‌ الوتکې  سقوط‌ وکړ

په جرمني‌  کې  د امریکا جنګي‌ الوتکې  سقوط  وکړ. ویل کیږي‌ الوتکه د جرمني‌ د لوګزمبرګ  د ایالت په پوله کې  تریر ښار ته نږدې  د زیمر او روت  د کلو  ترمنځه  لویدلې  ده .

د لوګزمبرګ  د ایالت  پولیسو  ویلي‌ دي‌ چې  د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند  جنګي‌ الوتکې نن  سې شنبه  د اکتوبر اتمه  د مازیګر په ساعتونو کې  د زیمر او روت  د کلونو ترمنځه په سیمه کې  سقوط  وکړ.

د ناتایید شوي‌ خبر له مخې  د لویدلې اف ۱۶ جنګي‌ الوتکې  پیلوټ  ځان په پراشوټ کې  ګوزار کړی دی چې  ټپي‌ ژغورل شوی دی. پیلوټ  په روغتون کې  د درملنې  لاندې  قرار لري.

ویل کیږي‌ د پيښې  د رامنځته کیدو نه وروسته د سیمو اوسیدونکو ته د پیښې  سیمې ته د نږدې کیدو اجازه نه ورکول کیده  او سیمه د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.

دا چې پدې پیښه کې  بل چاته  ځاني‌ زیان اوښتی او که نه پدې اړه  څه ندي‌ ویل شوي. د الوتکې د سقوط‌ لامل هم ناڅرګند  دی.



اړوند خبرونه