د اذربایجان لومړي وزیر نوروز محمدوف له خپلې دندې استعفا وکړه.

د اذربایجان لومړي وزیر استعفا وکړه

د اذربایجان لومړي وزیر نوروز محمدوف له خپلې دندې استعفا وکړه.

د اذربایجان لومړي وزیر نوروز محمدوف له خپلې دندې استعفا وکړه.

د بله پلوه  د هغه ځای ناستی هم  معلوم شو.

د اذربایجان ولسي جرګې د لومړی وزیر نوروز محمدوف  د استعفا نه وروسته  د لومړي وزیر په توګه د علي اسدوف  نوماندي  تایید کړه. علي اسدوف د رایو په اکثریت سره  د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د ویلو ده چې علي اسدوف ددینه مخکې د په اقتصادي چارو کې  د ولسمشر د مرستیال په توګه دنده درلوده.

د اذربایجان د ولسي جرګې رئیس اوکتای اسدوف  د لومړي وزیر د استعفا خبر  د ولسي جرګې د غونډې د پيلولو پر وینا کې د ټولو سره  شریک کړ.

هغه وویل چې  لومړي وزیر نوروز محمدوف  په خپلې ازاده ارادې  ولسمشر الهام علیوف ته خپل استعفا وړاندې کړه.

ولسمشر د هغه استعفا ومنله.

نوروز محمدوف  چې  د نوي اذربایجان د ګوند مشري په غاړه لري  تیر کال د اپریل د میاشتتې په ۲۱ مه نيټه  د لومړي وزیر په توګه په دنده وګمارل شو.

د اذربایجان د لومړي وزیر محمدوف د استعفا لامل  تر اوسه پورې معلوم  ندی  .



اړوند خبرونه