په امریکا کې د شپې پر کلوپ خونړی برید شوی
د امریکا متحده ایالتونو د کانساس په ایالت کې په یو نایټ کلوپ وسله وال برید شوی چې په پایله کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
1282707
د امریکا نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د کانساس سیټي په ښار کې د شپې په ناوخته ساعتونو کې د شپې په یو کلوپ وسله وال برید وشو.
پولیسو ویلي دي چې د شپې په ناوخته ساعتونو کې برید کوونکی یا برید کوونکي د شپې کلوپ ته د ننوتو سره سم په شاوخوا خلکو په ډزو پيل وکړ.
پولیسو په وینا پدې برید کې لږ تر لږه ۴ تنه مړه او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د برید کوونکي برید کوونکو هویت تر اوسه پورې معلوم ندی خو د نیولو په خاطر يي پلټنې پيل شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې پیښه د شپې په یوه بجه او ۳۶ دقیقو رامنځته شوی دی. پولیسو ویلي دي کله چې د پيښې ځای ته ورسیدل د ۴ تنو مړي يي ولیدل چې پر مځکه پراته ول.
د پيښې ټپيان سمدلاسه روغتون ته انتقال شوي دي او د درملنې لاندې نیول شوي دي.