د امریکا متحده ایالتونو  د بمبارۍ  یوې الوتکې سقوط وکړ.

امریکا کې الوتکې سقوط وکړ

1280768
د امریکا متحده ایالتونو  د بمبارۍ  یوې الوتکې سقوط وکړ.

 

د امریکا نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  ددې هیواد د دویمې نړۍوالې جګړې نه پاتې بي ۱۷ د بمبارۍ  الوتکې  د  کنیکټیکټ  په ایالت کې سقوط وکړ.

پدې پیښه کې  لږ تر لږه  ۷ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د کنیکټیکټ ایالت د والي  ناد لامونټ  ویاند  مکس ریاس ویلي چې  الوتکه  د هارت فورد  شمال لوري ته  د بریدلي  نړۍوال هوايي ډګر  ترڅنګ  لویدلې ده.

د نوموړي  ایالت  یو تن بل چارواکي  چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي  ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي  الوتکې  د الوتنې نه لنډه موده وروسته  د بیړنۍ ناستې  هڅه کوله  چې  ولویده.

پدې الوتکه کې  د ۳ تنو پيلوټانو په ګډون  ۱۳ تنو شتون درلود.



اړوند خبرونه