په یونان کې د کډوالو په کمپ کې اورلګیدنې ګن شمیر کسان وژلي
د یونان د میدیلي په ټاپو کې د موریا د کډوالو په کمپ کې د رامنځته شوې اورلګیدنې له امله پنځو تنو ژوند دلاسه ورکړی دی.
سیمه ایزو رسنیو ددې اورلګیدنې لامل د یوې ډلې لخوا د کمپ د شرایطو د خرابوالي او بلې سیمې ته د انتقال د غوښتنې په خاطر د پيل شوې مظاهرې پر مهال رامنځته شوې ده .
په اورلګیدنه کې پنځو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی چې یوه ښځه او یو ماشوم هم پکې شامل دي.
د بله پلوه مظاهره کوونکو د نوموړو اور د مړولو مخنیوی هم کړی دی. ویل کیږي مظاهره کوونکو چې د اور وژنې د ډلو مخنیوی کولو د پولیسو سره نښته کړې ده .
مظاهره کوونکو د نوموړي کمپ اداري ودانۍ د اشغالولو هڅه وکړه چې پولیسو يي پر خلاف د اوښکو بهوونکو ګازو او غږیز بمونو نه کار اخیستی دی.
مظاهره کوونکو پر پولیسو د تیګو او لرګو بریدونه کړي دي.
د میدیلي د ټاپو ښاروال ستاریتیس کیتیلیس خبري رسنیو سره په مرکه کې په مدیلي کمپ کې د روان شدت او تاوتریخوالي له امله ستره اندیښنه ښودلې ده او ویلي دي چې کیدای شي چې دا پيښې د کمپ نه بهر هم راوغځیږي.
هغه د هر ډول احتمال په خاطر د اتن د حکومت نه د اضافه امنیتي ځواکونو غوښتنه کړې ده .
یونان خبري رسنیو بیا ویلي دي چې حکومت یوه الوتکه چټک غبرګون پولیس میدیلی ټاپو ته لیږلي دي.
ځینو خبري رسنیو ویلي دي چې پدې اورلګیدنه کې د وژل شوو کسانو په منځ کې افغانان هم شتون لري.