د بلجیم  د هوايي ځواکونو اړوند  جنګي الوتکې سقوط وکړ.

په بلجیم کې جنګي الوتکې سقوط وکړ

1272640
د بلجیم  د هوايي ځواکونو اړوند  جنګي الوتکې سقوط وکړ.

 

د بلجیم نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې ددې هیواد د هوايي ځواکونو اړوند  یوې اف ۱۶ جنګي الوتکې  د فرانسې  لورینت ښار  په څنډو کې  لویدلې ده .

د الوتکې پیلوټان  ژوندي  ژغورل شوي دي.

د بلجیم خبري رسنیو د هیواد د هوايي ځواکونو له قوله لیکلي دي چې ددوې اړوند  یوه اف ۱۶ جنګي الوتکه  د فرانسې  د لورینت ښار  په څنډو کې  سقوط کړی دی.

د الوتکې د سقوط  لامل  ناڅرګند دی  . هوايي ځواکونو  په پیښه کې د الوتکې د پیلوټانو د ژوندي ژغورل کیدو نه  خبر ورکړی دی خو د روغتیايي حالت په اړه يي څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه