ټرمپ : د سعودي عربستان د تیلو په چاڼځایونو د بریدونو فاعلین پیژنو.

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ  ویلي دي چې د سعودي عربستان د تیلو په چاڼځایونو  د برید فاعلین  پیژنو او  پر هغوې د احتمالي بریدونو لپاره پوره چمتوالی  لرو.

1269880
ټرمپ : د سعودي عربستان د تیلو په چاڼځایونو د بریدونو فاعلین پیژنو.

 

ټرمپ  د سعودي عربستان د د تیلو په چاڼځایونو  د برید په اړه د خپل ټویټر پاڼې له لارې څرګندونې وکړې.

ټرمپ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې  د سعودي عربستان د تیلو د ملي شرکت اړوند  په دوو چاڼځایونو  بریدونه وشول. ددې بریدونو فعالین  پیژنو او ددې خبرې د تایید په خاطر  سببونه هم  شتون لري. د وسلو میلونه مو د برید کوونکو پر لورې  اړولي او په وسلو کې مو مرمۍ  تیرې کړي دي. یواځې د سعودي عربستان د خولې نه ددې پيښې د فاعلینو د اوریدو په تمه یو.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د سعودي عربستان ځواب نه وروسته به څه ډول حرکت  وکړو دا معلومه کړو.

همداشان ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د سعودي عربستان د تیلو په چاڼځایونو د بریدونو نه وروسته د امریکا  په کورنیو بازارونو کې د هر ډول  لوړو ژورو د مخنیوي په خاطر د اړتیا پر مهال د ذخیرو نه د تیلو د کارولو  امر کړی دی.

د ویلو ده چې د تیرې خالي پر ورځ  د سعودي عربستان د تیلو د ملي شرکت اړوند  په دوو چاڼځایونو  د بې پيلوټه الوتکو پر مټ  برید وشو. د نوموړو بریدونو نه وروسته  د تیلو په چاڼځایونو کې  ستره اورلګیدنه رامنځته شوه.

پداسې حال کې چې سعودي عربستان د برید پړه تر اوسه پورې  په چا نده اچولې خو په یمن کې  حوثي یاغیانو بیا ددې بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی. حوثي یاغیانو ادعا کړې ده چې دا  بریدونه يي د لسو ډرون الوتکو سره  ترسره کړی دی.

د ویلو ده چې  په یمن کې حوثي یاغیان چې د ایران ډیر قوي ملاتړ تر شا لري پدې وروستیو کې پر سعودي عربستان په بریدونو کې  ډیری د ډرون الوتکو نه کار اخلي. حوثي یاغیانو به پخوا د بالستیک توغندیو بریدونه کول چې ډیر به يي په هوا کې د سعودي عربستان د دافع هوا سیستم لخوا له منځه وړل کیدل.

د بله پلوه  امریکا  ددې برید پړه پر ایران اچولې ده .  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو  ویلي دي چې  ددې بریدونو تر شا د ایران مستقیم  لاس  دی.



اړوند خبرونه