فرانسوي ډیپلوماټ چې خلک يي د مسلمانانو پر خلاف جګړې ته هڅول افشا شو

د فرانسې د یو ډیپلوماټ پر خلاف  د یو ترهګري سازمان  د غړیتوب  د ترلاسه کولو له امله  د ترهګرۍ  تحقیقات پيل شوي دي.

1268768
فرانسوي ډیپلوماټ چې خلک يي د مسلمانانو پر خلاف جګړې ته هڅول افشا شو

 

په سلوادور کې د فرانسې د سفارت د یو ډیپلوماټ پر خلاف  د مسلمانانو پر خلاف  خلکو بریدونو ته  تشویقونکي  د یو افراطي  ترهګري سازمان د غړیتوب د ترلاسه کولو  او پدې سازمان کې د فعالیت له امله  تحقیقات پيل شوي دي.

د فرانسې د خبري رسنیو د خبر له مخې  په سلوادور کې  د فرانسې د سفارت دا ډیپلومات  د مسلمانانو پر خلاف خلک  جګړې  او تاوتریخوالي ته  تشویقونکي  د عملیاتي ځواکونو عمل  په نامه  د ترهګري سازمان  د غړیتوب په لرولو  او پدې سازمان کې په فعالیت کولو تورن شوی دی.

ویل کیږي  د نوموړي  ډیپلوماټ  سربیره  د ۱۳ تنو نورو  پر خلاف هم  چې درې میاشتې مخکې  د مسلمانانو پر خلاف  یو ډیر ستر ترهګري برید ته  اماده ګي نیولې وه  هم  تحقیقات  پيل شوي دي.

دا  ټول د مسلمانانو پر خلاف  د ترهګریزو بریدونو  د پلان جوړولو په تور  تورن شوي دي.  



اړوند خبرونه