د سعودي عربستان د پاچا لور په فرانسه کې په لسو میاشتو بند محکومه شوه
د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لور شهزادګۍ حصه بن سلمان په فرانسه کې د محکمې لخوا په لس میاشتو تعلیقي بند محکومه کړی شوه.
شهزادګۍ حصه بن سلمان د فرانسي په پلازمینه پاریس کې په خپل کور په ساتوونکي د یو تن کارګر د وهلو ډبولو او په مرګ د کارګر د ګواښولو په تور تورنه دهږ
د فرانسې د لي فیګارو ورځپاڼې د خبر له مخې د پاریس د جزا محکمې شهزادګۍ حصه د یو کارګر پر وړاندې د زور زیاتي نه د کاراخیستو او د هغه د وهلو ډبلو په تور تورنه کړې ده .
د پاریس د جزا محکمې د سعودي عربستان شهزادګۍ په خپل کور کې په ساتونکي د یو تن کارګر د وهلو ډبولو په تور په لسو میاشتو تعلیقي بند او لس زره ایرو نقدي جزا محکومه کړه.
همداشان محکمې د شهزادګۍ حصه ساتونکی چې کارګر يي وهلی وو په ۸ میاشتو تعلیقي بند او ۵ زره ایرو نقدي جزا محکوم کړی دی.
د شهزادګۍ حصه د مدافع وکیل ویلي دي چې د محکمې پدې پریکړه اعتراض وکړي.
د ویلو ده چې په ۲۰۱۶ کال کې د سعودي عربستان شهزادګۍ حصه بن سلمان په پاریس کې د کور د تشناب د اوبو وتلو د نلونو د بندیدو نه وروسته د نلونو د خلاصولو په خاطر یو نلدوان راغوښتی وو.
نلدوان د ټیلیفون سره د تشناب د عسکونو د اخیستو پر مهال د شهزاګۍ لخوا نیول شوی وو. د شهزادګۍ ساتونکي د نلدوان لاسونه تړلي وو او هغه يي ښه وهلی او ډبلولی وو. شهزادګۍ حتا نلدوان په مرګ ګواښلی وو.
د شهزادګۍ د محکمې په جلسه کې ګډون نه وو کړی. شهزادګۍ پرې لګیدلي تورونه ټول رد کړي دي.
نلدوان کارګر پولیسو ته ویلي دي چې شهزادګۍ حصه د پيښې پر مهال په کور کې وه. هغې ساتوونکي ته وویل چې دا سپی باید ووژل شي، ځکه چې د ژوندي پاتې کیدو لایق ندی.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.