د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونلډ ټرمپ ویلي دي چې  ایران زما سره  د خبرو غوښتنه کړې ده .

ټرمپ : ایران زما سره د لیدنې غوښتنه کړې ده .

1268627
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونلډ ټرمپ ویلي دي چې  ایران زما سره  د خبرو غوښتنه کړې ده .

 

ټرمپ  ماري لنډ ایالت اړوند  بالتیمور ښار ته  د حرکت نه  وړاندې  په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر ټرمپ  دلته د ایران د ولسمشر روحاني  سره د احتمالي لیدنې  د ادعاګانو په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل ، زه غواړم تاسې ته ووایم چې ایران زمونږ سره  د لیدنې غوښتنه کړې ده .

همداشان  ټرمپ  د یوې بلې پوښتنې په ځواب چې« د داسې ګونګوسې شتون لري چې  تاسې  د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار په توګه د ټاکلو هوډ لرۍ، وویل، زه داسې فکر نه کوم او داسې کومه خبره هم  شتون نلري.»

ټرمپ چې دوه ورځې مخکې   د ملي امنیت د سلاکارۍ د څوکۍ لپاره  د پنځو تنو نوماندانو نه یادونه کړې وه خو پرون يي بیا دا شمیره ۱۵ تنه وښوده.

همداشان  ټرمپ  خبریالانو ته وویل چې د ملي امنیت د سلاکار دنده ډیره  اسانه  او ساده ده. ایا تاسې پوهیږۍ چې ولې اسانه او ساده ده؟ دا ځکه چې ټول تصامیم  زه پخپله نیسم  او د هغوې کار کولو ته  اړتیا نه پاتې کیږي.

ټرمپ  د هغه ادعاګانو په اړه چې  اسراییلو د تیرو دوو کلونو راهیسې  د سپینې ماڼۍ او واشنګټن په مهم اداراتو کې  استخباراتي الې   ځای په ځای کړي او  د  ولسمشر او د د هغه د ټولې ډلې خبرې په دوامداره توګه اوري  وویل، زما  په اند  دا ډول ادعاګانې  حقیقت نلري خو  هر شی  ممکن  دي.

همداشان ټرمپ  د شمالي کوریا سره  له سره د مذاکراتو پیلولو ته هم  چمتوالی وښود.    



اړوند خبرونه