د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونلډ ټرمپ  طالبانو ته ډیر سخت خبرداری ورکړ.

ټرمپ : پر طالبانو به داسې بریدونه وکړو چې کله يي ساری لیدل شوی نوي

1267946
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونلډ ټرمپ  طالبانو ته ډیر سخت خبرداری ورکړ.

 

ولسمشر ټرمپ  پرون د چارشنبې پر ورځ  د سپټمبر  د یوولسمې په پيښه کې د وژل شوو کسانو د یاد په خاطر په جوړو شوو مراسمو کې وویل چې  پر طالبانو به داسې  بریدونه وکړي چې کله هم  شوي نوي.

ټرمپ دلته په خپله وینا کې وویل  « داځل که هغوي  د هر سبب په خاطر زمونږ هیواد ته راشي  هر چیرته چې هلته به ورپسې لاړ شو او داسې به يي وځپو  چې کله هم  ځپول شوي نوي. د داسې  قوت نه به يي پر خلاف کار واخلو چې کله هم  کارول شوی نوي. د اټومي وسلو نه بحث نه کوم. »

ټرمپ دلته وویل چې  د طالبانو سره  مو د سولې خبرې پلان کړې وې  خو کله چې هغوې  زمونږ  یو سرتیری  او څه باندې لس تنه  ملکي وګړي ووژل  مونږ  د سولې خبرې  لغوه کړې .

ټرمپ وویل  طالبانو غوښتل چې ددې برید سره  مونږ ته خپل طاقت  وښايي  خو  په اصل کې  د هغوې  دا ډول  بریدونه  یواځې او یواځې د بې رحمه  ضعف  ښکارندويي کوي.

ټرمپ ګواښ وکړ چې پر طالبانو پدې  وروستیو ورځو کې  بریدونه کچه  ډیره لوړه کړې ده  او  داسې  بریدونه  به پرې وکړو چې  پخوا يي ساری لیدل شوی نوي.

د ویلو ده چې  ټرمپ  د طالبانو سره  د مذاکراتو د لغوه کولو نه وروسته هم  ویلي وو چې  طالبانو ته يي پدې څو ورځو کې داسې ګوزارونه ورکړي دي چې  په تیرو لسو کلونو کې نه وو ورکړ شوي.



اړوند خبرونه