ټرمپ د خپل ملي امنیت سلاکار له دندې ګوښه کړ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونلډ ټرمپ  د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولتون له دندې ګوښه کړ.

ټرمپ د خپل ملي  امنیت سلاکار له دندې ګوښه کړ

 

ټرمپ  په خپله ټویټر پاڼه کې په خپور کړي پیغام کې  ویلي  دي چې تیره شپه يي  جان بالتون ته خبر ورکړ چې  ددینه وروسته سپینه ماڼۍ هغه ته اړتیا نلري.

ټرمپ ویلي دي چې  د بالتون سره  اختلاف د نظر  درلود او د هغه  د ډیرو  وړاندیزونو سره  مخالف وو. همداشان  په حکومت هم کې  ډیری چارواکي د بالتون همفکره نه وو.

ټرمپ ویلي دي چې د همدې امله يي د بالتون نه د استعفا کولو غوښتنه وکړه. د هغه نه د کړو خدماتو له امله مننه کوم.

ټرمپ ویلي دي چې د جان بالتون  ځای ناستی به  په راتلوونکي اونۍ کې اعلان کړي.

د بله پلوه  د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بالتون هم  د خپلې ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې تیره شپه يي ولسمشر ټرمپ ته خپله استعفا وړاندې کړه او هغه  راته وویل چې پدې مسئلې به سبا وغږیږو.

همداشان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو  او د خزانې وزیر سټیون منوچین ویلي دي چې  جان بالتون  د ولسمشر ټرمپ سره  جدي اختلاف د نظر  درلود.

پمپیو او سټیون دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې  خبري غونډې ته وکړې. پمپیو د جان بالتون د دندې نه د ګوښه کولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  ولسمشر ټرمپ د خپلې خوښې کس سره  د کار کولو صلاحیت لري.

البته چې مونږ هم  وخت نا وخته د بالتون سره په بعضو مسایلو کې اختلاف د نظر  درلود.

هغه وویل چې د جان بالتون د دندې نه د ګوښه کیدو سره  به  د ولسمشر ټرمپ په بهرني سیاست کې کوم بدلون رانشي.

تمه کیده چې پدې خبري غونډه کې  جان بالتون هم  ګډون وکړي خو دا چې  ولسمشر ټرمپ هغه له دندې نه ګوښه کړ  په غونډه کې د ګډون نه مخکې  د سپینې ماڼۍ نه جلا شو.

د ویلو ده چې  جان بالتون په ځانګړې توګه  د ایران او ونزویلا  په مسئله کې  د ټرمپ سره  جدي اختلاف د نظر  درلود. خو  د طالبانو په مسئله کې اختلاف د نظر  د ټرمپ د صبر کاسه  ډکه کړه.

ټرمپ  د طالبانو سره  د سولې د مذاکراتو په مسئله کې  د جان بولتون سره  د جنجال کولو نه وروسته  هغه له دندې ګوښه کړ.

د بله پلوه  د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیال  ویلي دي چې  د جان بالتون د دندې نه د ګوښه کولو  اصلي لامل  یواځې د طالبانو مسئله نده، ددینه مخکې هم  په یو زیات شمیر مسئلو کې  ستونزو  شتون درلود. د ویاند مرستیال  د نوموړو اختلافاتو د جزیاتو په اړه د څه ویلو نه ډډه وکړه.

هغه وویل چې  د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار د سرپرست په توګه به  د ملي امنیت د سلاکار مرستیال چارلي کوپر مان وټاکل شي.



اړوند خبرونه