روسیه غواړي چې پر امریکايي وګړو بعضې محدویتونه وضع کړي.
د روسیه په امریکايي وګړو د بندیزونو لست پراخوي
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف وویل چې د امریکا متحده ایالتونو په وګړو روسیې ته د سفر محدودیتونو ساحه به پراخه کړي.
هغه دا څرګندونې په پلازمینه مسکو کې د مسکو لخوا د سورګوت د سیمې څیړنیزې کمیټې کارکوونکي د بندیزونو په لست کې د شاملولو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې امریکا پر روسیې د ناکامه فشارونو د راوستو سیاستونو ته دوام ورکوي. البته چې روسیه به هم ددې په مقابل کې ځینې ګامونه اوچت کړي. روسیه غواړي چې هیواد ته د امریکايي وګړو په سفر د محدویتونو ساحه پراخه کړي.
هغه د روسیې او امریکا لخوا په اړیکو کې د موجودو ستونزو پړه پر امریکا واچوله او وویل چې ددې خبرې یواځنی مسئول امریکا دی.
امریکا متحده ایالتونو د روسیې د سورګوت د ښار سیمه ایزو څیړنیزې کمیټې دوه تنه کارکوونکي د یهوا د شهیدانو په حقونو د تیریو او پر هغوې د ظلم کولو له امله د بندیزونو په لست کې شامل کړل.