پمپیو: ولسمشر ټرمپ پرته د قید او شرط نه روحاني سره لیدنې ته چمتو دی
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ پرته د هر ډول قید او شرط نه د ایران ولسمشر حسن روحاني سره لیدنې ته حاضر دی.
پمپیو او د خزانې وزیر سټیون منوچین د ولسمشر ټرمپ لخوا لاسلیک شوي د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په خاطر د بندیزونو د لا پراخولو اړوند د تقنیني فرمان په اړه په سپینه ماڼۍ کې جوړه شوي په خبري غونډه کې ګډون وکړ.
پمپیو د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران ولسمشر روحاني به د روانې میاشتې په وروستیو کې په نیویارک کې جوړیدونکي د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په چوکاټ کې د ولسمشر ټرمپ سره مخامخ لیدنه وکړي او که نه؟ داسې وویل، ولسمشر ټرمپ د ایران د ولسمشر روحاني سره پرته د قید او شرط نه لیدنې ته حاضر دی.
همداشان د امریکا د خزانې وزیر سټیون منوچین بیا د ټرمپ او روحاني د احتمالي لیدنې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « امریکا پر ایران د هر چا نه ډیر زیات بندیزونه لګولي دي او دې مسئلې ډیره زیاته ګټه هم کړې ده . ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې پرته د قید او شرط نه د روحاني سره لیدنې ته چمتو دی خو ددې سره سره د ایران پر خلاف تر وروستۍ درجې فشارونو ته به هم دوام ورکړو. »
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تیره اوونۍ ویلي وو چې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په چوکاټ کې د ایران ولسمشر روحاني سره لیدنې ته چمتو دی.
ټرمپ ویلي وو « نه پوهیږم خو هر څه ممکن دي. ایران چې د اقتصادي او مالي پلوه د ډیرو جدي ستونزو سره مخامخ کړی که چیرې وغواړي چې خپله دا ستونزه حل کړي مونږ په ۲۴ ساعتونو کې ورته ټولې ستونزې حلولی شو.»