د ترکیې په ګډون څه باندې ۵۰ هیوادونو په جمو کشمیر کې د روان ګرځبندیز د ختمولو غوښتنه کړې

د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو په  شورا   کې د ترکیې په ګډون  څه باندې  ۵۰ غړیو هیوادونو  په هندوستان په جمو کشمیر کې د د روانو بشري حقونو تیریو  د هر څه ژر  درولو  غږ وکړ.

د ترکیې په ګډون څه باندې ۵۰ هیوادونو په جمو کشمیر کې د روان ګرځبندیز د ختمولو غوښتنه کړې

د ویلو ده چې  هندوستان لنډه موده مخکې د جمو کشمیر خودمختاري  او ځیني ځانګړي  صلاحیتونه  له منځه یوړل.

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا  په ۴۲ مه غونډه کې چې د سویس د جینیوا په ښار کې  جوړه شوې ده  د جمو کشمیر مسئله د غور لاندې ونیوله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي  لخوا  د بشري حقونو شورا غونډې ته  د اوږدې  وینا نه وروسته  د ترکیې په ګډون څه باندې  ۵۰ هیوادونو  د کشمیر د مسئلې په اړه  ګډه اعلامیه خپره کړه.

دا اعلامیه چې  د ترکیې په ګډون د څه باندې  پنځوسو هیوادونو او اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان لخوا په ګډه  جوړه شوې ده  پکې  په هندوستان  په جمو کشمیر کې د روانو بشري حقونو نه  د تیریو  د هر څه ژر  درولو  غږ شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د هندوستان د حکومت لخوا د روان میلادي کال  د اګست په ۵ مه نيټه  د جمو کشمیر د خودمختارۍ او ځانګړو صلاحیتونو  د لغوه کولو نه وروسته نړۍ په سیمه کې د بشري حقونو نه  د ښکاره تیریو شاهدي کوي. په سیمه کې انساني وضعیت  د هرې ورځې په تیریدو سره مخ  په خرابیدو  دی.

په سیمه کې روان وضعیت  د بشري حقونو د شورا د چارو په لومړیتوب کې  قرار نیولی دی. د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمشنر میشل باچلت  په سیمه کې د هندوستان  د کړنو  او چلند په اړه  ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده چې دا پخپله  د هر څه  ښکارندويي کوي.

یاده شوې  ګډه اعلامیه  د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمشنرۍ دفتر ته  هم  استول شوې ده . پدې اعلامیه کې  د کشمیر د خلکو په ځانګړې توګه  د ژوند، ازادیو او لومړنیو بشري حقونو ته  د درناوي  غوښتنه شوې ده .

نوموړو هیوادونو  پدې ګډه اعلامیه کې  د هندوستان نه په کشمیر کې  د لګولي ګرځبندیز  د هر څه ژر د لرې کولو، په مخابراتو  د لګولو محدویتونو د لرې کولو او سیاسي  زندانیانو د خوشې کولو غږ کړی دی.

په اعلامیه کې  د هندي ځواکونو لخوا  د کشمیر د خلکو پر وړانډې  روان ناوړه چلند  او زور زیاتيو د هر څه ژر  درولو، د مظاهره کوونکو پر وړاندې د بادي  تبانچو د نه کارولو  بشري حقونو سازمانونو او خبري رسنیو ته سیمې ته د داخلیدو د اجازې ورکولو  غوښتنه کړې ده.



اړوند خبرونه