شمالي کوریا یو ځل بیا دوه توغندي وازمایل

شمالي کوریا  د امریکا  متحده ایالتونو سره  د روانې میاشتې په پای کې له سره د اټومي مذاکراتو پیلولو ته  د چمتوالي د ښودو نه سمدلاسه وروسته  یو لنډ واټنه توغندی وازمایه.

شمالي کوریا یو ځل بیا دوه توغندي وازمایل

 

د سویلي کوریا  لوی درستیزوالۍ  ویلي دي چې شمالي کوریا  نن  په ځايي وخت د سهار په ۶ بجو  او ۵۳ دقیقو  او په ۷ بجو او ۱۲ دقیقو  د پلازمینې  پیونګ یانګ  شمالي لوري ته په ۸۰ کیلومترۍ کې  د سویلي پيونګان  په سیمه کې  د ختیځ سمندر پر لورې دوه لنډه واټنه  توغندي  وتوغول.

سویلي کوریا ویلي دي چې دواړه  توغندي ۳۳۰ کیلومتره واټن ته  رسیدلي دي. خو دا ندي ویل شوي چې توغندي په سمندر کې لویدلي  او که  نه.

د بله پلوه  د سوریې کوریا  او امریکا  استخباراتو د نوموړو توغندیو  د ډول  د معلومولو په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

سویلي کوریا  په شمالي کوریا  هر څه ژر  ددې ډول  ازمایښتونو د پایته ورسولو چې په سیمه کې  د جنجالونو  لامل ګرځي  غوښتنه کړې ده .

سویلي کوریا د شمالي کوریا لخوا د توغندیو د ازمایلو نه سمدلاسه وروسته  د ملي امنیت شورا بیړنۍ غونډه  جوړه کړه.



اړوند خبرونه