د امریکا  متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو  طالبانو ته خبرداری ورکړ.

پمپیو : طالبانو د وروستي برید سره د حد نه خپه واړوله.

1265840
د امریکا  متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو  طالبانو ته خبرداری ورکړ.

 

هغه وویل چې  ولسمشر دونالد ټرمپ د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د لغوه کولو اړوند د خپلې پریکړې نه  په کلکه توګه  دفاع کوي .

پمپیو  د امریکا د خبري رسنیو ته سره په مرکه کې  ویلي دي چې  طالبانو د وروستي برید سره چې په نتیجه کې یو تن امریکايي سرتیري  او څه باندې  لسو تنو ملکي وګړو ژوند  د لاسه ورکړ  د خپل حد نه خپه واړوله.

هغه وویل چې  د طالبانو  دا کړنې  او روان بریدونه په مذاکراتو کې په هیڅډول سره نه لاسبري کوي برعکس  هغوی ته زیان  رسوي. هغه وویل طالبانو غوښتل چې  د ترهګریزو بریدونو سره  په مذاکراتو کې ځان  لا قوي  او لاسبري  وښايي. خو طالبانو د خپل حد نه خپه واړوله. ددې په هیله چې  سلیم عقل  حاکم شي. 

پمپیو  ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا  د طالبانو سره  به  مذاکرات له سره  دوام وکړي او یا د بهیر به  له سره پیل شي  او که نه؟ داسې وویل، دا مسئله په اصل کې د طالبانو د کړنو  او دریځ پورې تړاو لري. امریکا هر  څه د ډیر نږدې نه تعقیبوي.

پمپیو  د طالبانو سره  د شوي تفاهم  په اړه وویل « د طالبانو سره د شوي تفاهم  یوه مهمه  ماده  د القاعدې ترهګري سازمان سره د هغوې د ټولو اړیکو پرې کول ول چې له بده مرغه  هغوې  دا کار ندی کړی. پدې برخه کې په خپلې ژمنې  عمل ندی کړی. »



اړوند خبرونه