په اسپانیا کې الوتکه او چورلکه سره په هوا کې جنګیدلي دي

د اسپانیا  د مایورک جزیرې  د پاسه  د یوې چورلکې او کوچنۍ  الوتکې  د جنګیدو په پایله کې په چورلکه او الوتکه کې سپرو کسانو ژوند د لاسه ورکړ.

1258253
په اسپانیا کې الوتکه او چورلکه سره په هوا کې جنګیدلي دي

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  پدې پيښه کې د یوې الماني کورنۍ  ۷ تنو غړیو ژوند د لاسه ورکړی دی.

دا پیښه  پرون په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوې ده . اسپانیوي  مقاماتو ویلي دي چې پیښه  د مایورک د  تفریحي  جزیرې  په مرکز اینکا کې رامنځته شوې ده .

الوتکه  او چورلکه  ډواړه  په کرنیزه مځکه کې  رالویدلي دي.

ویل کیږي په چورلکه کې یوې الماني کورۍ  د ایټالیوي پیلوټ سره  سفر کولو. په کوچنۍ  الوتکه کې بیا دوو تنو اسپانیوي وګړو شتون درلود.

په پیښه کې  ټول وژل شوي دي.

د مایورکا جزیره  په نامه  نامتو تفریحي  جزیره  ده چې په مدیترانه کې  موقعیت لري.



اړوند خبرونه