پوتین خپل امنیتي ارګانونو ته د امریکا د تهدیدونو پر وړاندې د اماده باش امر وکړ

روسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین  په هیواد کې امنیتي ارګانونو ته  د امریکا متحده ایالتونو لخوا د مخامخو تهدیدونو د کچې د معلومولو او پدې اړه د هر اړخیزو تدابیرو نیولو په خاطر د اماده باش امر وکړ.

1257397
پوتین خپل امنیتي ارګانونو ته د امریکا د تهدیدونو پر وړاندې د اماده باش امر وکړ

 

د روسیې ولسمشر د هیواد د ملي امنیت د شورا په غونډه کې  د امریکا لخوا د روانې اونۍ په دننه کې د ازمایښت شوي  منځواټنه  توغندي په اړه غور وکړ.

پوتین  پدې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  امریکا  په رومانیا او پولنډ کې وار د مخه  د ک ۴۱ توغندیو د توغولو دستګاه ګانې  ځای په ځای کړي دي. دا خپله  د منځه واټنه اټومي طاقتونو  د تړون  نه سرغړونه ده. امریکا پدې خبره  د اعتراض حق هم  نلري. امریکا هم  ددې خبرې  پخلی کړی دی. د امریکا دې اقداماتو  دا په اثبات ورسوله چې زمونږ اندیښنې پر ځای دي.

پوتین وویل چې امریکا  پلان لري چې د منځواټنه اټومي طاقتونو د تړون له مخې  منع شوي توغندي د نړۍ په یو زیات شمیر برخو کې ځای په ځای کړي. امریکايي مقامات وايي غواړي چې د اسیا پاسیفیک په سیمه کې  خپل نوي سیسمتونه ځای په ځای کړي. دا پخپله روسیې ملي منافعو ته  ضرر رسوي. ځکه روسیه  ددې سیمې سره  ګډې پولې لري.

پوتین  وویل نه غواړي چې  د وسلو په بې ځایه  سیالۍ کې چې د هیواد اقتصاد د ستونزو سره  مخامخوي  ځان داخل کړي خو د هیواد امنیت د خوندي ساتلو په خاطر به هر څه وکړي.

ولسمشر پوتین وویل چې « موجودو حالاتو ته په کتو سره  د دفاع وزارت ، بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ارګانونو ته  د امریکا لخوا مونږ ته د مخامخو  تهدیدونو د کچې د معلولو او پدې اړه  د هر دول  تدابیرو نیولو  لپاره د اماده باش  امر کوم. »



اړوند خبرونه