په امریکا کې ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو له امله په لسګونو تنه ټپیان شوي دي

په امریکا  متحده ایالتونو کې د پټلۍ نه  د یو ریل ګاډي د وتو په پایله کې  په لسګونو تنه ټپیان شوي دي.

1257265
په امریکا کې ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو له امله په لسګونو تنه ټپیان شوي دي

 

پيښه  د امریکا د کالیفورونیا  ایالت د سکرامنټو  په سیمه کې رامنځته شوې ده .

د سیمې  یو تن چارواکي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  پيښه  د پټلۍ نه د ریل ګاډي د وتو په پایله کې رامنځته شوه .

پدې پيښه کې  لږ تر لږه  ۲۷ تنه ټپیان شوي دي.

د پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د پيښې اصلي لامل  معلوم  ندی.


پيوندونه: #ریل کاډی , #امریکا

اړوند خبرونه