اندونیزیا غواړي خپل پلازمینه بل ښار ته انتقال کړي

د اندونیزیا  ولسمشر جوکو ویدودو د هیواد پلازمینه  د جاکارتا د ښار نه  یو بل ښار ته د انتقالولو په برخه کې د خلکو نه د مرستې غوښتنه وکړه.

اندونیزیا غواړي خپل پلازمینه بل ښار ته انتقال کړي

 

د اندونیزیا ولسمشر د هیواد د خپلواکۍ د ۷۴ یمې کلیزې په مناسبت  د ملي شورا عمومي  غونډې ته په وینا کې وویل چې  « پلازمینه  یواځې  د یو هیواد  ملي هویت نه بلکې  باید  د پرمختګ او ودې  سمبول هم  وي. »

هغه هیواد  چې وویل چې  جاکارتا  د ډیر زیات نفوس  او بڼسټیزو  برخو کې د جدي ستونزو له امله غواړي چې پلازمینه  بل ښار ته  انتقال کړي .

هغه وویل چې  نوې پلازمینه  د بورنیو ټاپو ته  د انتقالولو په برخه کې د خپلو ټولو هیوادوالو نه د مرستې غوښتنه کوم.

هغه وویل چې  دا بدلون په هیواد کې  د مساواتو او اقتصادي عدالت  له پلوه هم  یو جدي ضرورت  او اړتیا  ده .

ویدودو  زیاته کړه چې په جاکارتا کې د اوبو د کچې د ټیټیدو له امله   په ډیرو زیاتو سیمو کې  مځکې خویدلي دي  او د سیلاونو د ګواښونو سره  مخامخ  یو. هغه وویل چې په جاکارتا کې د ډیر زیات نفوس  او ټرافیک  له امله په کال کې  ۶ نیم میلیارده ډالره  هیواد ته زیان  رسیږي.

د ویلو ده چې  د اندونیزیا  ۵۷ سلنه نفوس  په موجودې پلازمینې جاکارتا ښار کې اوسیږي.

ولسمشر ویدودو  ددینه مخکې هم  پلازمینه  بل ښار ته د انتقالولو  غوښتنه کړې وه .



اړوند خبرونه