په روسيه د پنجشنبې د چاودنې د قربانيانو شميره لوړه شوه

په روسيه کې د توغندي د ازمايښت پر مهال د رامنځته شوې چاودنې د قربانبانو شميره ۵ تنو ته لوړه شوه

1251070
په روسيه د پنجشنبې د چاودنې د قربانيانو شميره لوړه شوه

په روسيه کې د تيرې پنجشنبې په ورځ په رامنځته شوې چاودنه کې د مړو شميره لوړه شوه. 

د روسې د اټومي چارو ادارې روس اتوم ويلي دي چې د تيرې پنجشنبې په ورځ د توغندي د انجن د ازمايښت پر مهال د رامنځته شوې پيښې د قربانيانو شميره ۵ تنو ته لوړه شوه. 

يادې شوې اداري ويلي دي چې ددې پيښې ۳ تنه ټپيان د درملنې لاندې قرار لري.

د ويلو ده چې د تيرې پنجشنبې په ورځ په روسيه کې د توغندي د ازمايښت پر مهال چاودنه شوې چې له امله يي ۳ تنو متخصصينو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۶ تنه نور ټپيان شوي وو. د ټپيانو نه هم دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ.


پيوندونه: #چاودنه , #روسيه

اړوند خبرونه