شمالي کوریا سویلي کوریا ته خبردار ورکړ

شمالي کوریا : د بهرنیانو سره د سویلي کوریا پوځي تطبیقات د سیمې امنیت ته زیان رسوي او مسئول يي سویلي کوریا دی

شمالي کوریا سویلي کوریا ته خبردار ورکړ

شمالي کوریا سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ.

شمالي کوریا  د امریکا  متحده ایالتونو سره  د ګډو پوځي تطبیقاتو ترسره کولو  ، د  کوریا په ټاپو کې د پرمختللو  جنګي الوتکو  ځای  په ځای کولو او  د سیمې  امنیت د ګواښ سره  د مخامخولو له امله   سویلي کوریا  ته خبرداری ورکړی دی. شمالي کوریا ویلي دي چې  په سیمه کې د هر ډول  تاوتریخوالي  مسئول سویلي کوریا  ده .

د یونهاپ خبري اژانس  له قوله  د شمالي کوریا  د سوله ایز اتحاد د کمیټې لخوا د خپور شوي  بیان له مخې  لیکلي دي چې  سویلي کوریا د بهرنیو هیوادونو سره د ترسره کړو پوځي تطبیقاتو سره  د کوریا په نیمه ټاپو وزمه کې  د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې  او ددې او د دواړو هیوادونو ترمنځه يي د اړیکو د ودې  پر وړانډې خندونه جوړ کړي دي.

په بیان کې راغلي دي  چې شمالي او سویلي کوریا د پانمونجوم  د اعلامیې د تطبیق په برخه کې  د مځکه نیزو، هوايي ، سمندري او ټولو برخو کې  د هر ډول  خصمانه او تحریک امیزه  اقداماتو په کامله توګه د درولو تفاهم کړی وو   خو له بده مرغه چې سویلي کوریا مقامات د شمالي کوریا پر خلاف  د بهرنیانو سره د همکارۍ په چوکاټ کې ګډو پوځي تطبیقاتو ته دوام  ورکوي.

همداشان پدې بیان کې  په  سویلي کوریا  تور لګول شوی دی چې   په ټاپو وزمه کې د امریکا د اف ۳۵ ډوله پرمختللو الوتکو د ځای په ځای کولو سره  خپلو هیوادوالو  او شمالي کوریا خلکو پر وړانډې صادقانه  عمل  ندی کړی.

شمالي کوریا ویلي دي چې  په سیمه کې د ټولو ستونزو  او تاوتریخوالي  لامل  سویلي کوریا چارواکي دي  او هر ډول  بدو پایلو مسئول هم  همدې دي.

د ویلو ده چې سویلي کوریا  د امریکا  متحده ایالتونو نه  ۴۰ دانې اف ۳۵ ډوله نوې نسل جنګي الوتکې  پیرودلي دي. امریکا  سویلي کوریا ته د نوموړو الوتکو  لومړنۍ دوه دانې د مارچ په میاشت کې تسلیم کړې.

شمالي کوریا  تیره میاشت پدې اړه  ډیر سخت غبرګون وښود  او وویل چې  داسې ځانګړې وسلې به جوړې کړي چې دا  پرمختللې الوتکې پرې له منځه یوسي .

د بله پلوه  امریکا  متحده ایالتونو د اګست په پنځمه نیټه  د سویلي کوریا سره  د دانګ مینګ  په نامه  پوځي تطبیقاتو پيلولو نه خبر ورکړ.

امریکا ویلي وو چې ددې تطبیقاتو نه موخه  د کوریا په نیمه ټاپو کې د هر ډول  ناڅاپې  او غیرې مترقبه  حالاتو سره د متحدینو د مقامت  د ظرفیت د کچې لوړول دي. تطبیقات  د اګست تر شلمه نیټه دوام کوي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  د تطبیقاتو د پیلیدو نه مخکې ګواښ کړی وو که چیرې  امریکا  د سویلي کوریا سره دا تطبیقات پیل کړي شمالی کوریا مجبور دی چې د واشنګټن سره  د مذاکراتو په مسئلې بیا کتنه وکړي.

همداشان  شمالي کوریا  په تیرو دوو اونیو کې  ۴ لنډ واټنه توغندي وازمایل. شمالي کوریا  د اګست په شپږمه نیټه  د سویلي کوریا او امریکا ترمنځه روان د پوځي تطبیقاتو نه  په سیمه کې د سولې د مذاکراتو سره  په ټکرکې د یو اقدام په توګه یادونه کړې وه.



اړوند خبرونه