په بنګلادیش کې میشت د میانمار مسلمانان ثبت او راجستر شول

په  بنګلادیش  کې د کډوالو په کمپونو کې میشت څه باندې  ۵۰۰ زرو  تنو د میانمار مسلمانانو ته  د کډوالو ځانګړي کارتونه ورکړل شول.

په بنګلادیش کې میشت د میانمار مسلمانان ثبت او راجستر شول

 

ملګروملتونو د کډوالۍ عالي کمشنرۍ ویلي دي چې په بنګلادیش کې د کډوالو په کمپونو کې میشت  څه باندې  ۵۰۰ زره تنه   د میانمار مسلمانان  يي د بنګلادیش سره  په ګډه  ثبت او راجستر کړي دي.

د کډوالو عالي کمشنرۍ ویلي دي چې  د ۱۲ کلونو د عمر نه  لوړو عمر لرونکو  په ټولو  کډوالو ل  يي  د  بایومتریک  ځانګړي  کارتونه ویشلي دي. دا داسې کارتونه دي چې جعل کول يي ناممکنه خبره ده. دا پروسه   ښځو، ماشومانو او معیوبو کډوالو  شخصي اړتیاو د پوره کولو د مسئلې سره  ډیره مرسته کوي.

د کډوالو کمشنرۍ ویلي دي چې  ددې پروسې سره  به  ددینه وروسته  هیڅ یو کډوال  د مرستو نه پاتې نشي  او د مرستندویه ټولنو  لپاره ډیرې زیاتې اسانتیاوې برابروي.

همداشان  دا کارتونه به  میانمار ته  د نوموړو کډوالو د باامنه ستنولو سره هم  مرسته وکړي .

د ویلو ده چې  د میانمار  په سلګونو زره تنه  مسلمانان  په نوموړي هیواد کې د پوځ او بودیستانو د ظلمونو او عام وژنو له امله بنګلادیش ته  راکډه شوي دي.



اړوند خبرونه